اسلام ??باد 22 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرې كښې د قومي اقتصادي كونسل د انتظامي كمېټې ﴿اېكنك﴾ غونډه د نهې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې وشوه۔ په غونډه كښې د 220 كے وي مستونګ سب سټېشن او د 220 كے وي سبي- مستونګ- كوئټه- لورالائي ډبل سركټ ټرانسيميشن لائن منظوري وركړې شوه په كوم به چې 14 اربه 15 كروړه روپې لګښت راځي۔ په غونډه كښې پاكستان انسټي ټيوټ آف ډويلپمنټ اكنامك ﴿پائېډ﴾ لپاره د نظرثاني شده پي سي ټو منظور?? هم وركړې شوه په كوم به چې 3 اربه 51 كروړه روپې لګښت راځي۔ اېكنك د 22 اربه 21 كروړه روپې نه د زيات لګښت اخراجاتو په بېلا بېلو څانګو كښې 2 زره پي اېچ ډيز لپاره د اوورسيز سكالرشپ سكيم لپاره د فېز تهري منظوري وركړه۔ په غونډه كښې په سماجي څانګه كښې د اسلام ??باد په پمز روغتون كښې د نيورو سائنسز سنټر جوړولو د پروژې منظور?? هم وركړې شوه په كوم به چې 7 ارب 28 كروړه روپې لګښت راځي۔ اېكنك په پنجاب٬ خېبر پښتونخوا٬ سندھ او ب??وچستان كښې د روغتيا په څانګه كښې د يو كهرب 31 اربه 78 كروړه روپو په لګښت سره د ورټيكل پرو??را??ونو منظور?? هم وركړه۔ په دې پرو??را??ونو كښې د زچه بچه قومي پرو??را?? ٬ ماشومانو د صحت پرو??را??٬ خانداني منصوبه بندې او ب??يادي صحت لپاره قومي پرو??را??٬ د ټي بي كنټرول پرو??را??٬ د هېپاټائټس د مخ نيوي د وزيراعظم پرو??را??٬ د ملېريا كنټرول پروګرام ??و د نابينا كېدو د مخ نيوي قومي پروګرام ??امل دے۔ په غونډه كښې د نيلم جهلم هائيدرو پاور پروژې د 506 اربه 80 كروړه 80 لكه روپو د څلورم نظرثاني شده پي سي ون منظور?? هم وركړې شوه۔ اېكنك د ګوادر سي پورټ څخه رېلوے كورېډور لپاره زمكه ترلاسه كولو او په ګوادر كښې د رېلوے آپرېشنل لېنډ منظور?? هم وركړه۔ په غونډه كښې د دراوټ بند جوړولو لپاره د دويم نظرثاني شده پي سي ون د 11 اربه 76 كروړه 78 لكه روپو د نظرثاني لګښت منظور?? هم وركړه۔ اېكنك د 60 اربه 82 كروړه 36 لكه 60 زره روپو په لګښت سره د 184 كلوميټره اوږدې د فېصل آباد – خانيوال موټروے اېم 4 د پروژې د نظرثاني شده لګښت منظور?? هم وركړه
متعلقہ مضامین
-
Only CJ, army chief can save democracy, says Rashid
-
Pakistan reaffirms its commitment to control AIDS by 2030
-
APA Standing Committee to meet on July 26
-
50 ambulances, medical teams rushed to Hub’s blast site
-
Price of defending the weak
-
Esme الیکٹرانک قابل اعتماد بیٹنگ پلیٹ فارم: ایک محفوظ اور شفاف تجربہ
-
ناناو آن لائن آفیشل ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ مکمل گائیڈ
-
Green Chili Peppers آفیشل گیم پلیٹ فارم کی منفرد دنیا
-
لکی کیٹ آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ کا تعارف
-
AFB الیکٹرانک آفیشل گیم پلیٹ فارم: ایک جدید گیمنگ تجربہ
-
ٹکی گوٹی آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ کرنے کا مکمل طریقہ
-
فروٹ کینڈی آفیشل ڈاؤن لوڈ گیٹ وے مکمل گائیڈ